Search

طالبان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي

News image
16 کب 1404 - 16:34
کابل ټربیون - د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ادعا کوي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وروستیو نښتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

فطرت د شنبې په ورځ( د کب په ۱۶مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې په پکتیا ولایت کې پاکستاني ځواکونو د استوګنې کورونه او بازارونه په نښه کړي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۰ کورونه، ۱۴ هټۍ، دوه مارکېټونه او یو جومات هم ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د پکتیکا ولایت د برمل او شکین ولسوالیو کې هم استوګنیزې سیمې او بازارونه په نښه شوي دي.

د شکین په بازار کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او په دواړو ولسوالیو کې شپږ کورونه او څو هټۍ زیانمن شوي دي.

د فطرت په وینا، د خوست ولایت د علي‌شېر او تریزو ولسوالیو کې د بمبارۍ له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه ځوانان ټپیان شوي دي. همدارنګه ۱۰ کورونه او یو جومات زیانمن شوي او څه باندې ۱۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

هغه دا هم ویلي چې د پکتیا ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یو استوګنیز کور په نښه شوی چې ځاني تلفات نه لري؛ خو مالي زیان یې اړولی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال زیاته کړې چې د کونړ ولایت د نارې ولسوالۍ کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۶۰ درنې مرمۍ توغول شوې دي. که څه هم ځاني تلفات نه دي ثبت شوي؛ خو خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او د دې سیمې د مرکزي کلي د دوکلام بند یوه برخه هم ویجاړه شوې ده.