هغه د شنبې په ورځ( د کب په ۱۶مه) په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ایران له دولتي ټلوېزیون څخه خپور شو، د سیمې له هېوادونو د دغو بریدونو له امله بښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې ایران پر خپلو ګاونډیو هېوادونو د تېري نیت نهلري.
راپورونه ښيي چې د دغه پیغام له خپرېدو یوازې څو دقیقې وروسته، د دوحې په اسمان کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو، په داسې حال کې چې د خلیج د ځینو هېوادونو پر وړاندې بریدونه لا هم دوام لري.