Search

ټرمپ: ایران نور د منځني ختیځ «زورواکی» نه‌دی

News image
16 کب 1404 - 19:17
کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران د منځني ختیځ له ګاونډیو هېوادونو بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې نور به پر هغوی بریدونه ونه‌کړي.

هغه د شنبې په ورځ (د کب په ۱۶مه) په خپله (تروث سوشیال) پاڼه کې لیکلي: «ایران په سختۍ د ماتې خوړلو په حال کې دی، له خپلو ګاونډیانو یې بښنه غوښتې او د هغوی پر وړاندې تسلیم شوی دی.»

ټرمپ ادعا کړې چې ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو د فشار له امله له خپلو دریځونو شاتګ کړی دی.

هغه زیاته کړې چې ایران مخکې هڅه کوله پر منځني ختیځ واکمن شي؛ خو اوس نور د دې سیمې «زورواکی» نه‌دی.

د امریکا ولسمشر همداراز خبرداری ورکړی چې ښايي ایران د شنبې په ورځ له سختو بریدونو سره مخ شي او ځینې هغه سیمې چې تر دې مخکې د هدفونو په لېست کې نه‌وې، هم ښايي په نښه شي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو له امله بښنه غوښتې ده.

خو ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې تر هغه وخته به هېڅ ډول هوکړه ونه شي تر څو ایران «بې‌قید او شرطه تسلیم» نه شي؛ خو پزشکیان د دې خبرو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول غوښتنه «یو داسې خوب دی چې هغوی باید له ځان سره قبر ته یوسي».