Search

متقي: د پاکستان پر وړاندې د طالبانو پوځي اقدامات د ملي حاکمیت د دفاع لپاره دي

News image
18 کب 1404 - 14:14

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، د پاکستان پر وړاندې د طالبانو پوځي اقدامات د افغانستان د هوايي حریم، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په موخه ترسره کېږي.

متقي دا څرګندونې تېره ماښام په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو له استازو سره په یوه غونډه کې کړې دي.

هغه ادعا کړې چې د پاکستاني پوځ بریدونه له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې دوام لري او زیاته کړې یې ده چې پاکستان د منځګړیتوب له هڅو سره سره اوربند مات کړی او پوځي بریدونه یې بیا پیل کړي دي.

د متقي په وینا، پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه د بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي جټ الوتکو په وسیله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه کړي، چې د ده په خبره پکې ځینې ملکي هدفونه هم په نښه شوي دي.

هغه ویلي چې طالبانو تر دې مخکې د فبرورۍ په ۱۷مه د منځګړیتوب د هڅو په لړ کې درې پاکستاني اسیران د سعودي عربستان پلاوي ته سپارلي وو.

متقي ټینګار کړی چې طالبان د نورو هېوادونو د حریم د نقض او د جګړې د پراخېدو غوښتونکي نه دي او اختلافات باید د ډیپلوماسۍ او مذاکرې له لارې حل شي.

نوموړي همداراز ویلي چې د تاریخ په اوږدو کې افغانان د فشار او زور پر وړاندې نه دي تسلیم شوي او د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

هغه د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه هم اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له تحمیلي سیاستونو او پوځي اقداماتو ډډه وکړي او د هېوادونو د ملي حاکمیت درناوی وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې نښتې زیاتې شوې دي. طالبان وايي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو فعالیتونه ترسره کېږي او د همدې لپاره یې پوځي اقدامات کړي دي.