Search

د سپاه پاسدارانو قومندان: جګړه پای نه لري

News image
19 کب 1404 - 09:46
کابل ټربیون - د ایران د سپاه پاسدارانو د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان علی عبداللهی علی ابادي د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې جګړه پای نه لري.
تر دې وړاندې ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر ټیلفوني اړیکې وروسته ویلي و چې ښایي له ایران سره جګړه ژر پایته ورسیږي او نږدې بشپړه شوې ځکه په خبره یې، "ایران سمندري پوځ نه لري، ارتباطات او د پام وړ هوایي ځواک هم نه لري"
هغه زیاته کړې وه چې د ایران عملیات یې د تمې خلاف ډېر چټک روان دي.
وړاندې بیا رویټرز راپور ورکړی و چې پوتین په ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ ته د ایران جګړې د پایته رسولو وړاندیزونه کړي وو.
د ایران د سپاه پاسدرانو دې قومندان بیا خبرداری ورکړی چې جګړه د امریکا او اسراییل په خبرو پایته نه رسیږي او زیاته کړې یې وه چې: "موږ د خپل ګران رهبر او هېوادوالو له شهادت نه تېریږو.."