Search

ملګري ملتونه: له ایرانه راستنېدونکي افغان ماشومان له ګڼو بشري اړتیاوو سره مخ دي

News image
19 کب 1404 - 18:44
کابل ټریبون - د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي هغه افغان ماشومان چې له ایرانه افغانستان ته راستنېږي، له نامعلوم وضعیت او مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

یونېسف د سې‌شنبې په ورځ (د کب په ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي چې ډېرۍ کورنۍ د اسلام‌کلا د سرحدي لارې او نورو پولو له لارې له ایران څخه افغانستان ته راځي، په داسې حال کې چې له یوې سختې او ناڅاپي سفر وروسته ستړې دي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

د دغې ادارې په وینا، د منلو په مرکزونو کې ګڼې میندې له خپلو ماشومانو سره لیدل کېږي چې ستړې، اندېښمنې او د بېړنۍ مرستې اړتیا لري.

یونېسف خبرداری ورکړی که‌چېرې د کډوالو د راتګ کچه لوړه شي، نو د ماشومانو لپاره به خطرونه او ننګونې هم زیاتې شي.

د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې مېلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې له ماشومانو سره کورنۍ وې.

یونېسف همدارنګه ویلي چې ډېری راستنېدونکي له سختو او نامعلومو سفرونو وروسته افغانستان ته رسېږي، او یو شمېر یې سمدستي روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري او د خپل ژوند د بیا پیل لپاره معلوماتو او مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې ټینګار کړی چې ماشومان، په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې بې‌سرپرسته وي یا له خپلو کورنیو جلا شوي وي، ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او باید په لومړیتوب کې واچول شي؛ که نه نو هغوی به د تښتونې، تاوتریخوالي او نورو امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

یونېسف زیاته کړې چې د تېر کال د کډوالو د ستنېدو د زیاتوالي پر مهال، دې ادارې له ایران او پاکستانه راستنېدونکو تر اتو زرو زیات بې‌سرپرسته یا له کورنیو جلا شویو ماشومانو سره مرسته کړې ده.

دې بنسټ خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنېدو زیاتوالی کولای شي په افغانستان کې پر روغتیايي خدمتونو، تغذیې، اوبو او د ماشومانو د ملاتړ پر خدماتو نور هم فشار زیات کړي، په داسې حال کې چې دا هېواد لا هم له ګڼو کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا ۱۱ مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.