ګوتریش وایي، اوس هم نړۍ کې ډېرې ښځې او نجونې عدالت ته لاسرسی نه لري.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د عدالت لپاره د ښځو په مشرۍ هر غږ د ارزښت وړ دی او سړي او هلکان یې باید ملاتړ وکړي.
ګوتریش لیکلي چې د ښځو د حقونو ملاتړ نه یوازې اخلاقي مسوولیت بلکې په خبره یې، دا عدالت ته لار هواروي او نړۍ باثباته کوي.