Search

د دوبۍ هوايي ډګر ته نږدې د دوو بې‌پیلوټه الوتکو د لوېدو له امله څلور تنه ټپیان شوي

News image
20 کب 1404 - 17:31
کابل ټریبون - نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۰مه) د دوبۍ نړۍوال هوايي ډګر ته نږدې د دوو بې‌پیلوټه الوتکو د لوېدو له امله لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د خلیج حوزې هېوادونو کې پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه دوام لري او د امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړه له ایران سره خپلې دولسمې ورځې ته رسېدلې ده.

د دوبۍ د رسنیو دفتر تایید کړې چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې د هوايي ډګر ته نږدې لوېدلې دي؛ خو ویلي یې دي چې د الوتنو تګ راتګ په عادي ډول روان دی او د هوايي ډګر تاسیساتو ته د پام وړ زیان نه‌دی اوښتی.

په همدې حال کې د بحرین د هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د هوايي عملیاتو د خوندیتوب لپاره د «ګلف ایر» شرکت له ‌مسافرو پرته څو الوتکې او ځینې باروړونکې الوتکې نورو هوايي ډګرونو ته لېږدول شوې دي.

د الوتنو د څارنې د «فلایټ رادار ۲۴» وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څو مسافر وړونکې الوتکې د سعودي عربستان هوايي ډګرونو ته اړول شوې دي.

راپورونه ښيي چې په سیمه کې د نښتو زیاتېدو د نړۍ په کچه د لسګونو زرو الوتنو د لغوه کېدو، مسیر بدلولو او ځنډېدو لامل شوی دی. د منځني ختیځ د هوايي حریم لویه برخه، چې قطر هم په‌کې شامل دی، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ګواښ له امله تړل شوې ده.

کارپوهان وایي چې دې وضعیت د هوايي چلند صنعت له هغه وخت راهیسې له تر ټولو ستر کړکېچ سره مخ کړی دی چې د کورونا وبا خپره شوې وه؛ ځکه د دوبۍ نړۍوال هوايي ډګر د نړۍ له تر ټولو بوختو د مسافرو د ټرانزیټ مرکزونو څخه شمېرل کېږي.