20 کب 1404 - 20:57
کابل ټریبون - د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاالله ترار ادعا کړې چې د طالبانو او د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) ۶۴۱ غړي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې وژل شوي او څه باندې ۸۵۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه همدارنګه د «فتنه الخوارج» اصطلاح کارولې ده، هغه اصطلاح چې پاکستاني چارواکي یې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) لپاره کاروي.
ترار د چهارشنبې په ورځ (د کب په۲۰مه) په خپله د اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو نښتو کې ۲۴۳ امنیتي پوستې ویجاړې شوي او ۴۲ نورې پوستې هم نیول شوي او وروسته لهمنځه وړل شوې دي.
د ترار په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال ۲۱۹ ټانکونه، زغرهوال وسایط او د توپخانې وسایل هم لهمنځه وړل شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو د جګړهمارو اړوند ۶۵ مرکزونه او د هغوی د ملاتړ ځایونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو له لارې په نښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، څه باندې دوه اوونۍکېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوې او نښتې روانې دي.