Search

ټرمپ: له ایران سره جګړه ژر پای ته رسېږي

News image
20 کب 1404 - 22:11
کابل ټریبون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په ایران کې د برید لپاره نږدې نور مهم هدفونه نه‌دي پاتې او جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د کب په۲۰مه) له یادې رسنۍ سره په یوه لنډه ټلېفوني مرکه کې ویلي: «کابو هېڅ شی هم نه‌دي پاتي. هر وخت چې زه وغواړم، دا جګړه پای ته رسېږي.»

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د دې نښتې پای ته رسېدل ډېر ژر امکان لري.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د بریدونو له پیل سره نښتې رامنځته شوې او تر اوسه دوام لري.

ایران هم د متقابلو بریدونو په ترڅ کې پر اسراییل او د خلیج حوزې پر هغو هېوادونو بریدونه کړي چې د امریکا پوځي اډې په‌کې مېشتې دي.