د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی کهچېرې جګړې دوام وکړي، د بېځایه شویو کسانو شمېر به لا زیات شي او دا وضعیت به بشردوستانه اړتیاوې په څرګند ډول زیاتې کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې کډوالې کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه افغان کډوال چې په ایران کې مېشت دي، هم له دې وضعیته اغېزمن شوي او د نازکو شرایطو او د ملاتړو شبکو ته د محدود لاسرسي له امله له لا زیاتو ستونزو سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په ایران کې د خپل اوږدمهاله حضور له مخې، د ملي چارواکو او همکارو ادارو سره د نویو اړتیاوو د ارزونې او د خلکو د زیاتېدونکي بېځایه کېدو پر وړاندې د چمتووالي د پیاوړتیا لپاره همغږي کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ همدارنګه د ملکي وګړو پر خوندیتوب، د بشردوستانه مرستو د لاسرسي پر ساتلو او د هغو کسانو لپاره د پولو پرانیستې ساتلو ټینګار کړی چې د امن په لټه کې دي.