Search

طالبانو او د ترکمنستان چارواکو د تاپي پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې

News image
21 کب 1404 - 18:48
کابل ټریبون - د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د تاپي پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره د دغې پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې د تاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د افغانستان دننه د ګاز نل‌لیکې د لېږد او د دغې پروژې د عملي کار د بهیر په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د تاپي پروژې مشر په دې غونډه کې د کارونو د پرمختګ وضعیت، د ګاز نل‌لیکې د لېږد بهیر او د دغې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک اړوند موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکمنستان سفیر د تاپي پروژې د عملي کېدو لپاره د طالبانو له لوري د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه کړې ده.

هدایت‌الله بدري هم په دې کتنه کې ویلي چې د تاپي پروژې پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهم او حیاتي دي او کولای شي د خلکو لپاره د کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي.

هغه همدارنګه د کاري پروګرامونو په پلي کولو کې پر همغږۍ او د دې پروژې د متخصصانو له لوري د کانونو وزارت د انجنیرانو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار کړی او د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې یې د طالبانو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.