Search

هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ترینګلتیا کې د لاس‌وهنې تور رد کړ

News image
21 کب 1404 - 21:40
کابل ټریبون - د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال د اسلام‌اباد هغه ادعا رد کړې چې ګواکې نوي ډیلي له طالبانو ملاتړ کړی څو د پاکستان په خاوره کې بریدونه ترسره کړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د کب په۲۱مه) په یوې خبري غونډه کې وویل چې دا تورونه «بې‌بنسټه» دي او پاکستان عادت لري چې د خپلو ستونزو او کړنو پړه پر هند واچوي.

جېسوال زیاته کړه: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې د ترهګرو د ملاتړي په توګه پېژندل شوی، د پولې پورې غاړې ترهګرۍ په اړه هېڅ اعتبار او باور نه‌لري.»

هغه همدارنګه وویل چې د داسې ادعاوو په مطرح کولو سره واقعیت نه‌بدلېږي او هېڅوک هم د پاکستان د قرباني کېدو روایت نه‌مني.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند او کاناډا ترمنځ د یورانیم د برابرولو د نوي تړون په اړه د پاکستان اندېښنې هم رد کړې او ویې ویل چې هند د اټومي وسلو د نه خپرېدو په برخه کې د باور وړ سابقه لري، په داسې حال کې چې د هغه په وینا پاکستان په دې برخه کې بېله مخینه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له درېیو اوونیو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او پاکستاني چارواکي طالبان او هند د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.

هند او طالبان تل د اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي دي.