چین ویلي چې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی د منځګړیتوب لپاره د کابل او اسلاماباد ترمنځ تګ راتګ کوي او د دواړو هېوادونو کې د چین سفارتونه هم له اړخونو سره نږدې اړیکې لري.
په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سېشنبې په ورځ د ټلېفوني خبرو له لارې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار سره د دغو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي.
همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ همدا اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
په راپور کې راغلي چې دا هڅې داسې مهال کېږي چې د سیمې ځینې هېوادونه لکه قطر، سعودي عربستان او ترکیه، چې مخکې یې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د خبرو کوربتوب کړی و، اوس د منځني ختیځ د جګړې له اړوندو کړکېچونو سره بوخت دي.