کابل ټریبون - د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د روانو بریدونو له امله د تورخم په سیمه کې د دغه سازمان د ټرانزیټ مرکز ته د پام وړ زیان اوښتی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۲۱مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یاد مرکز د هغو مهمو مرکزونو له ډلې څخه دی چې بېرته راستانه شویو او زیانمنو کډوالو ته مرستې او ملاتړي خدمتونه وړاندې کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې بشردوستانه کارکوونکي او د مرستو تاسیسات باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو چې په دغو نښتو کې د ملکي وګړو کورونه، جوماتونه او نور ملکي تاسیسات ویجاړ شوي دي.