کابل ټربیون - افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون وایي، سیمه کې کړکېچ د افغانستان پر اقتصاد او سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.
ګانیون یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان دودیزې سوداګریزې لارې تړل شوي او د توکو د لېږد پر لارو بې ثباتۍ بیې لوړې کړې دي.
د هغې په خبره، دې وضعیت د افغانستان پر واردمخه خراب اقتصاد نور فشار هم اچولی دی.
د یوناما سرپرستې خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به افغانستان د خلکو اقتصاد او معیشتي وضعیت لا خراب کړي.