طالبانو ویلي چې پاکستان د کندهار نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د تېلو زېرمه بمبار کړې، هغه پېښه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو سخت کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی بلل کېږي. دا پیښه داسې مهال کیږي چې په دې ورستیو کې د چین د منځګړیتوب یادونه هم کیږي.
د طالبانو په وینا، د تېلو هغه زیرمه په نښه شوې چې ملکي الوتکو او همدارنګه د ملګرو ملتونو الوتکو ته تېل برابروي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:
«دا شرکت ملکي هوايي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د تېلو
اکمالات برابروي.»
نوموړي دا هم وویل چې پاکستاني ځواکونو په نورو ځایونو کې هم بمبارۍ کړې دي، چې کابل هم پکې شامل دی. د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې پر ملکي کورونو د لګېدو له امله ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. مجاهد خبرداری ورکړ چې دا بریدونه به «بې ځوابه پاتې نه شي.»
خو رویټرز ته د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې پوځ د شپې له خوا په کابل، کندهار او پکتیا ولایت کې د وسلوالو پر څلورو پټنځایونو بریدونه کړي، چې په وینا یې یو برید د کندهار هوايي ډګر په ساحه کې د تېلو پر زېرمه هم شوی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان د کوهاټ په سیمه کې پر یوه پوځي اډه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې درانه زیانونه یې اړولي دي.
د پاکستان پوځ او د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت تر دې دمه د طالبانو او یادې پیښې په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
دغه وروستۍ ناندرۍ له څو اونیو راهیسې د زیاتېدونکو کړکېچونو وروسته رامنځته شوې دي. تېر میاشت پاکستان د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي وو چې اسلاماباد ویلي وو د وسلوالو پټنځایونه یې په نښه کړي دي.
طالبانو دا بریدونه د افغانستان د حاکمیت سرغړونه بللې وه او په ځواب کې یې غچ اخیستونکي بریدونه کړي وو.
وسلواله ناامني له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلاف یو مهم ټکی بلل کېږي. پاکستان پر کابل تور لګوي چې په خپل هېواد کې د بریدونو مسؤلو وسلوالو ته خوندي پټنځایونه برابروي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې وسلواله ستونزه د پاکستان داخلي مسله ده.
تر دې وړاندې د روانې اوونۍ په پیل کې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د چین د منځګړیتوب هڅو د جګړو په کمولو کې مرسته کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم ویلي چې اسلاماباد او بېجینګ د افغانستان په اړه د «خبرو اترو په بهیر» کې بوخت دي.