پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوه موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه پولیس وژل شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه په راپور کې لیکلي چې دا پېښه د لکي مروت ولسوالۍ د بتاني په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستاني پولیسو د چارواکو په وینا، د شادخېل پولیس سټېشن اړوند یو شمېر پولیس د عادي ګزمې پر مهال وو چې د هغوی موټر د سړک غاړې په ځای پر ځای شوي بم وویشت.
د راپور له مخې، په دې چاودنه کې شپږ پولیس د پېښې پر ځای وژل شوي وو، چې پکې د پولیس سټېشن قومندان او پنځه سرتېري شامل وو. یو بل ټپي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او د وژل شویو شمېر اوو کسانو ته لوړ شو.
له پېښې وروسته پولیس ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د برید د عاملانو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه په قاطع ډول دوام ولري.
راپورونه ښيي چې په تېر کال کې د خېبرپښتونخوا په ایالت کې د ترهګریزو بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، په دې ایالت کې د تاوتریخوالي له امله د تلفاتو شمېر له ۱۶۲۰ کسانو په ۱۴۰۳ لمریز کال څخه ۲۳۳۱ کسانو ته په ۱۴۰۴ لمریز کال کې لوړ شوی دی.