ټاکل شوې چې د ۱۴۰۴ د حوت ۲۷مه د بلجیم په سنا کې د طالبانو پر وړاندې د ډیموکراتیک اپوزیسیون په بهیر کې د افغان ښځو د رول په اړه یوه علمي غونډه جوړه شي.
د راپور له مخې، دا غونډه به د بلجیم د پلازمېنې بروکسل د سنا په ودانۍ کې د غرمې له ۱:۳۰ بجو تر ۵:۳۰ بجو پورې ترسره شي.
دغه غونډه د اروپايي دیموکراسۍ بنسټ له خوا د افغانستان د ښځو د ډیپلوماټیک شبکې او انډیپېنډنټ ډیپلوماټ ادارې په همکارۍ تنظیم شوې ده.
د غونډې بحثونه به تر ډېره د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه ډیموکراتیک او ټولشموله نظام د رامنځته کېدو په هڅو کې د افغان ښځو پر ګډون متمرکز وي.
د غونډې په بېلابېلو پینلونو کې به د ښځو پر بنسټیزو محدودیتونو، د طالبانو پر وړاندې په ډیموکراتیک مقاومت کې د افغان ښځو پر رول او د افغانستان د ډیموکراتیک اپوزیسیون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.