Search

امریکا د ایران د مشر مجتبی خامنه ‌يي او ځینو لوړپوړو چارواکو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه

News image
23 کب 1404 - 00:29

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه‌يي او د اسلامي انقلابي ګارد له ځینو لوړپوړو چارواکو سره د تړاو لرونکو کسانو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.

دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «انعام د عدالت لپاره» پروګرام له لارې شوی، چې پکې د لټول کېدونکو چارواکو یو اعلانیز بینر هم خپور شوی دی.

په دغه لېست کې د مجتبی خامنه‌يي تر څنګ علي اصغر حجازي، چې د خامنه‌يي د مرحوم پلار د دفتر مرستیال بلل کېږي، او همدارنګه علي لاریجاني، چې یو لوړپوړی امنیتي چارواکی ګڼل کېږي، شامل دي.

په یاد اعلان کې نور کسان هم یاد شوي، چې پکې د ایران د مشر پوځي سلاکار یحیی رحیم صفوي، د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب شامل دي.

په اعلامیه کې د څلورو نورو مهمو پوستونو یادونه هم شوې، خو د دغو چارواکو نومونه نه دي ښودل شوي. په دې کې د عالي دفاع شورا منشي، د ایران د مشر د پوځي دفتر رئیس، د اسلامي انقلابي ګارد عمومي قومندان او د ایران د مشر یو سلاکار شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه کسان چې د دغو چارواکو، د اسلامي انقلابي ګارد د قومندانانو یا د هغوی د شبکو په اړه معلومات ولري، کولی شي د «انعام د عدالت لپاره» پروګرام سره د خوندي پیغام رسولو له لارې اړیکه ونیسي.

د دې پروګرام په وینا، که معلومات د باور وړ وبلل شي، نو معلومات ورکوونکي ته تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې جایزه ورکول کېدای شي.