Search

د چین ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د جګړې پر پایته رسولو خبرې کړي

News image
23 کب 1404 - 09:13
کابل ټربیون - افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیایونګ وایي، تېرو درېیو ورځو کې یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنه بلوچ او افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتنې ګټورې وې.
یو شیایونګ ویلي، دغو کتنو کې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو، د خبرو له لارې د مسایلو پر حل، سولې لپاره پر ګډ کار، ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او د سیمې اړوند ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره هم د جګړې پر پایته رسولو خبرې کړې وې.