کابل ټربیون - د ایران د سپاه پاسدارانو د هوایي ځواکونو قومندان سید مجید موسوي وایي، تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر امریکایي او اسراییلي تاسیساتو د ایران د توغندیزو بریدونو شمېر دوه برابره شوی دی.
موسوي لیکلي: "د اسمان غېږ د ایراني توغندیو پر وړاندې پرانیستې ده او د تېرې کوونکو پر وړاندې د سزا عملیات دوام لري."
دا په داسې حال کې ده چې د منځني ختیځ کړکېچ ورځ تر بلې ژور کیږي او د سیمې او نړۍ پر هېوادونو یې هم د پام وړ اغېز کړی دی.
د ایران سپاه پاسدارانو بیا بیا خبرداری ورکړی چې پر ایران هر ډول برید به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.