دغې پوځي ادارې د شنبې په ورځ (د کب په ۲۳مه) د دغو عملیاتو ویډیوګانې خپرې کړې او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د سمندري ماینونو د ساتلو تاسیسات، د توغندیو د زېرمو پناهځایونه او څو نور پوځي ځایونه له منځه وړل شوي دي.
د سنټکام په وینا، په دغو عملیاتو کې د ایران له ۹۰ څخه ډېر پوځي هدفونه د خارک په ټاپو کې په نښه شوي دي، خو په عین حال کې د دغې ټاپو د نفتو بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي نهدي.
خارک ټاپو د فارس خلیج له مهمو ټاپوګانو څخه ګڼل کېږي او د ایران د نفتو تر ټولو لوی صادراتي بندر بلل کېږي. ددغه هېواد ډېری اومه نفت د همدې ټاپو د نفتو او بندري تاسیساتو له لارې نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي.
دغه ټاپو د اقتصادي ارزښت تر څنګ، د فارس خلیج د مهمو سمندري لارو ته د نږدې موقعیت له امله سټراټېژیک پوځي او امنیتي اهمیت هم لري.