Search

په هند کې د ایران سفیر: هندي کښتیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکوو

News image
23 کب 1404 - 17:48
کابل ټریبون - په هند کې د ایران سفیر محمد فتح‌علي وایي چې تهران هندي کښتیو ته اجازه ورکوي څو د هرمز له تنګي څخه په خوندي توګه تېرې شي.

هغه د شنبې په ورځ (د کب په ۲۳مه) په نوي ډیلي کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې ایران او هند دوستانه اړیکې او ګډې ګټې لري او په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري دوام لري.

فتح‌علي همداراز زیاته کړه چې د جګړې له پیل وروسته د هند حکومت له ایران سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او مرسته کړې ده.

هغه د هغو کښتیو د شمېر په اړه جزییات ورنه‌کړل چې د تېرېدو اجازه یې ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو له پیل وروسته تهران د هرمز په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ تر ډېره محدود کړی دی.

دغه تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او شاوخوا ۲۰ سلنه د نړۍ نفت او د سمندر له لارې لېږدول کېدونکی مایع طبیعي ګاز له همدې لارې تېرېږي.