Search

طالبانو په کابل او تخار کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور ۵ تنه نیولي

News image
23 کب 1404 - 19:29
کابل ټریبون - د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل او تخار ولایتونو کې یې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور پنځه تنه نیولي دي.

دې وزارت د شنبې په ورځ (د کب په ۲۳مه) په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د طالبانو د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د کابل ښار په پنځمې او یوولسمې ناحیو کې د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه له څه باندې ۱۶۰۰ ګولیو او ۵ کیلوګرامه چرسو سره نیولي دي.

په بله خبرپاڼه کې راغلي چې دوه نور کسان د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور د طالبانو د پولیسو له لوري له ۱۰ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې پولیسو د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ کې ۶۰۰ کیلوګرامه سوډ، ۴۷۳ کیلوګرامه اهک او ۶۰ لېټره تېزاب، چې د نشه‌یي توکو د جوړولو لپاره کارېږي، کشف او ضبط کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو وروسته د طالبانو عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.