Search

شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا د پوځي تمرینونو پر مهال ۱۰ بالستیک توغندي وتوغول

News image
23 کب 1404 - 21:15
کابل ټریبون - نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو پر مهال له ۱۰ څخه ډېر بالستیک توغندي د سمندر پر لور توغولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ (د کب په ۲۳مه) د سوېلي کوریا د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دغه توغندي د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ‌یانګ ته نږدې له یوې سیمې څخه د دغه هېواد د ختیځ سمندر پر لور توغول شوي دي.

د راپور له مخې، د جاپان ساحلي ساتونکو هم ویلي چې یو احتمالي بالستیک توغندی په سمندر کې لوېدلی او داسې ښکاري چې د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې څخه بهر غورځېدلی وي.

دا توغندیزه ازموینه په داسې مهال ترسره شوې چې امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه ترسره کوي؛ هغه تمرینونه چې پیونګ‌یانګ تل د ځان پر وړاندې د پوځي برید د تمرین په توګه یادوي.