د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب په ۲۵مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره ټلېفوني خبرې کړې دي. دا خبرې د بیجینګ له لوري د دواړو ګاونډیو ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی د کابل او اسلاماباد ترمنځ په تګ راتګ بوخت دی او د چین سفارتونه هم په دواړو هېوادونو کې له اړخونو سره نږدې اړیکې لري.
چین هیله څرګنده کړې چې طالبان او پاکستان ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي، اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.