Search

محسن داوړ: کابل کې پر روغتیايي مرکز برید «جنایت‌‌کارانه» کړنه ده

News image
26 کب 1404 - 17:02
کابل ټریبون - د پاکستان د ملي ډموکراتیک غورځنګ مشر، محسن داوړ، په کابل کې د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د روږدو کسانو پر روغتیايي مرکز برید او راپور شوی قتل‌عام په کلکه د غندنې وړ او «جنایت‌کارانه» عمل دی.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د کب په ۲۶مه) د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ ټینګار کړی چې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» هېڅکله دا ډول تاوتریخوالی ‌نه‌شي توجیه کولای.

داوړ همدارنګه خبرداری ورکړی هغه کسان چې د دغه ډول اقداماتو دفاع کوي، باید پوه شي چې پایلې به یې بېرته پر خپله ورګرځي.

په همدې حال کې، د طالبانو د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتیايي مرکز د پاکستان د برید له امله د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.