د دغه سازمان مشر، تدروس ادهانوم، د سېشنبې په ورځ (د کب په ۲۶مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د راپورونو له مخې، د پاکستان د تېرې شپې په برید کې د کابل د نشهیي توکو د معتادینو د بیا رغونې پر «امید» مرکز له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵۰ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د زیاتېدو له امله، په افغانستان کې لږ تر لږه شپږ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.
ادهانوم ټینګار کړی چې د جګړو دوام د روغتیا پر سیستم لا زیات فشار واردوي او د زیانمنو کسانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.
هغه له ټولو خواوو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د خلکو سوله او روغتیا ته لومړیتوب ورکړي، او زیاته یې کړه: «سوله تر ټولو غوره درملنه ده.»