دغې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله کړې ده.
یوناما ټینګار کړی چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، ټول ښکېل لوري باید د ناروغانو، روغتیايي کارکوونکو او درملنې مرکزونو ساتنه وکړي، او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو برید په کلکه منع دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې راهیسې تر دغه برید مخکې، لږ تر لږه ۷۶ ملکي کسان وژل شوي او ۲۱۳ نور په افغانستان کې د نښتو له امله ټپیان شوي دي.
یوناما یو ځل بیا له ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، سمدستي اوربند ته زمینه برابره کړي او د ملکي وګړو د ساتنې په تړاو پر خپلو ژمنو، ژمن پاتې شي.