د معلوماتو له مخې، عیني شاهدانو د روغتون په ساحه کې د پراخې ویجاړۍ او د سلګونو کسانو د خپلو خپلوانو د موندلو لپاره د لټون خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړې توګه روغتیايي مرکزونه، باید خوندي وساتل شي، او هر ډول برید باید د تفکیک، تناسب او احتیاط اصولو ته درناوی وکړي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د تېرې میاشتې له وروستیو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته، تر اوسه ۲۸۹ افغان ملکي وګړي، چې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي، او لسګونه زره نور، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ کې، بېځایه شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په پاکستان کې هم ځينې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې ښوونځي تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، له ټولو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره بېړني ګامونه واخلي، جګړې پای ته ورسوي او اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.