Search

ایمرجنسي روغتون: کابل کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۲۷ ټپیان دغه مرکز ته لېږدول شوي

News image
26 کب 1404 - 21:21
کابل ټریبون - ایمرجنسي روغتون وایي چې د دوشنبې ماښام په کابل کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۲۷ ټپیان د دغه بنسټ جراحي مرکز ته لېږدول شوي دي.

دغه روغتیايي بنسټ ویلي چې په ټپیانو کې، چې ټول لويان دي، یوه ښځه هم شامله ده او د دوو کسانو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، درې کسان روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوي وو.

د دغه مرکز د مسوولانو په وینا، د دغې پېښې د مدیریت لپاره په روغتون کې د بیړني حالت عمومي وضعیت فعال شوی دی.

هغوی زیاته کړې چې له هدف ګرځول شویو ځایونو څخه یو د روږدو کسانو د درملنې مرکز و.

د دغه بنسټ مسوولانو د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د بریدونو زیاتېدو ته په اشارې ټینګار کړی چې باید په هر حالت کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه وشي.