یونیسف ویلي چې د ماشومانو د مړینې د کمښت لپاره هڅې ډېرې کم رنګه شوي دي.
په راپو کې ویل شوي چې ملاریا، نسناستی، خوارځواکي او ځینې نورې ناروغۍ د ماشومانو د مړینې اصلي عوامل دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټینګار کړی چې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې پانګونه، د واکسیناسیون پراختیا، د تغدیې پروګرامونو ښه والی او د زیږېدو په مهال د تخصصي خوندیتوب برابرول کولای شي د میلیونونو ماشومانو ژوند و ژغوري.