کابل ټربیون - د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۳۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو راخوشې شول.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان له دوو ورځو تر دوو میاشتو د پاکستان په بندخونو کې وو.
دغه کسان د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.
که څه هم د دوی د بندې کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو پاکستان کې ډېری افغانان د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول کیږي.