کابل ټریبون - د رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه رسمي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د هوايي برید د قربانیانو شمېر ۱۴۳ تنه ښودلی دی.
دغه اژانس د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۷مه) په خپل راپور کې لیکلي چې دا شمېر د طالبانو له لوري وړاندې شویو ارقامو سره د پام وړ توپیر لري.
طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د دوشنبې ماښام په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، پاکستان په کابل کې د روږدو د درملنې د مرکز په نښه کول رد کړي او ادعا یې کړې چې د دوی بریدونه په دقیق ډول د طالبانو پوځي تاسیسات او د ترهګرو ډلو اړوند زیربناوې په نښه کړي دي.
خو تر اوسه د ملګرو ملتونو ادارو د کابل د دې برید د دقیقو تلفاتو په اړه کومه رسمي او وروستۍ اعلامیه نهده خپره کړې.