دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۷مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې سربېره، د ۴ زره او ۴۰۷ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
د اعلامیې له مخې، د دغو بندیانو خوشې کېدل او د سزا کمښت د طالبانو د مشر، هبتالله اخندزاده، د حکم پر بنسټ او د یوې ټاکلې کړنلارې له مخې عملي شوي دي.
خو د طالبانو سترې محکمې د دغه بهیر د څرنګوالي او د بندیانو د ټاکنې د معیارونو په اړه نور جزییات نهدي وړاندې کړي.