Search

د طالبانو ویاند: پاکستان دې د قوي او لوی ځواب تمه ولري

News image
27 کب 1404 - 20:22
کابل ټریبون - د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید د دوی له لوري د جدي او «لوی» ځواب تمه ولري.

بي‌بي‌سي د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۷مه) راپور ورکړی چې مجاهد زیاته کړې، طالبان به د پاکستان د وروستي برید په غبرګون کې بیړه ونه‌کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې ځواب حتمي دی او د پوځي ملاحظاتو له امله یې جزییات اوس مهال نه‌شي خپرېدای.

د طالبانو ویاند په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز هوایي برید «لوی جنایت» بللی او ویلي یې دي چې طالبانو هڅه کړې دا موضوع په نړۍواله کچه مطرح کړي.

د هغه په وینا، افغانستان حق لري چې د پاکستان د دغه برید پر وړاندې غبرګون وښيي او دا حق د ځان لپاره خوندي ګڼي.

مجاهد د پاکستان هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې له دغه مرکزه پوځي استفاده کېده، او دا ادعا یې «بې‌معنا» بللې ده.

هغه ټینګار کړی چې د دې برید موخه د خلکو ترمنځ وېره او ترهې رامنځته کول وو.