د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله د قزاقستان په نړیوالو سیالیو کې نن (پنجشنبه) د مغولستان له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د قزاقستان د ترکستان په کوربتوب د کابل پر وخت د سهار په ۱۱:۳۰ بجو ترسره کېږي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان
چاپندازانو تر دې مخکې په خپلو دوو لوبو کې د هنګري او روسیې لوبډلې ماتې کړې دي.
د بزکشۍ دا سیالۍ د «کوکپر» په نوم د اسیايي سیالیو په چوکاټ کې د ۹ هېوادونو په ګډون
له څه مودې راهیسې په قزاقستان کې روانې دي.