Search

سوریې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختر اوربند هرکلی وکړ

News image
28 کب 1404 - 10:18

د سوریه د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی لنډمهالی اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مهم مثبت ګام دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې سوریه د دغه اوربند هرکلی کوي او دا یې د شخړو د کمېدو او وضعیت د ښه کېدو لپاره اغېزناک اقدام بللی دی.

سوریې همدارنګه ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه همغږي او خبرې اترې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهمې دي.