اردن او کویټ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی دی.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د
ټولو هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د شخړو حل د سولهییزو لارو له
لارې وي، او د دغه اوربند رامنځته کېدل یې یو مثبت ګام بللی دی.
بلخوا، د کویټ د بهرنیو چارو وزارت
ویلي چې دغه اوربند کولی شي د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی راکم او د سولې فضا
پیاوړې کړي.
دواړو هېوادونو د سعودي عربستان، قطر
او ترکیه هغه هڅې هم ستایلې چې د دې اوربند
په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
اردن او کویټ ټینګار کړی چې د اختلافاتو د حل اغېزمنه لار خبرې اترې او
سولهییزې لارې دي او دواړه لوري باید له دې فرصته د دایمي ثبات د رامنځته کېدو
لپاره ګټه واخلي.