د طالبانو مشر، ملاهبت الله اخوندزاده، د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال په خپله اختریزه وینا کې له خلکو وغوښتل چې د هر ډول فشارونو او بریدونو سره سره پر خپلو عقایدو او ایمان کلک ودرېږي.
هغه وویل، که څه هم پرې بمبارۍ او بریدونه کېږي، خو خلک باید په خپلو دیني باورونو کې بدلون رانه ولي. د نوموړي په وینا: «که څوک پر موږ بمبار کوي او یا مو په توپونو ولي، تاسو خپل ایمان او عقیده مه بدلوئ».
ملاهبت الله اخوندزاده شاوخوا ۴۶ دقیقې خبرې وکړې، چې ډېره برخه یې د یووالي، اطاعت، د خپلو فرمانونو پر عملي کېدو او د خپل نظام پر ملاتړ راڅرخېده. هغه د وروستیو نښتو په اړه مستقیمه اشاره ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې «موږ په توپ او طیاره لهمنځه وړل کېدونکي نه یو».
نوموړي زیاته کړه، که نظام یې د وسلو په زور ختمېدلی، نو پخوا به د ده په وینا امریکا او شوروي له منځه وړی وای، او دا یې د اسلام، دین او شریعت د برکت پایله وبلله.
هغه همداراز وویل چې د ده په وینا «کافران» هڅه کوي د خلکو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي. پر همدې مهال یې پر ځینو رسنیو نیوکه وکړه او خلک یې دې ته وهڅول چې د لوېدیځو رسنیو تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي.
د طالبانو مشر د خپلو فرمانونو او قوانینو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اقدامات د ټولنې د اصلاح لپاره دي. هغه زیاته کړه: «زه د مسلمانانو د مشر په توګه ځان مکلف بولم چې خلک د الله لارې ته برابر کړم».
نوموړي په پای کې له خلکو وغوښتل چې خپل یووالی وساتي او د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي، او زیاته یې کړه چې د ده په وینا، که دین نه وای، نو دوی به د بهرنیو ځواکونو تابع وو، خو اوس ځانونه ازاد او خپل نظام بېساری ګڼي.