Search

طالبان: پاکستاني ځواکونو پر کونړ لسګونه مرمۍ توغولي

News image
28 کب 1404 - 15:50

د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، ضیاءالرحمن سپین غر، ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ پر دوکلام، بریکوټ او څونګلۍ سیمو ۳۵ مرمۍ توغولي دي.

د نوموړي په وینا، د منورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو هم ۳۷ مرمۍ لګېدلې دي.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه په دغو بریدونو کې د سر زیان نه دی اوښتی، خو ډزې لا هم روانې دي او د ده په وینا، پاکستانی لوری هغه خلک په نښه کوي چې خپلو مېنو ته ستنېږي.