د راپور له مخې، نږدې ۷۰ سلنه د ترهګرۍ اړوند مرګژوبله یوازې په پنځو هېوادونو کې ثبت شوې چې پهکې پاکستان، بورکینافاسو، نایجریا، نیجر او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت شامل دي.
د اقتصاد او سولې مؤسسې ټینګار کړی: «د لومړي ځل لپاره، پاکستان په دې شاخص کې تر ټولو لوړ امتیازونه ترلاسه کړي او هغه هېواد ګرځېدلی چې ترهګرۍ تر ټولو ډېر زیانمن کړی دی. دا وضعیت د ترهګریزو فعالیتونو د شدید زیاتوالي وروسته رامنځته شوی چې یوه برخه یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو سره تړاو لري.»
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان له ګاونډیو سره ترینګلې اړیکې، د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ له لوري د بریدونو زیاتوالی، جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي دي.
راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مړینې کچه د ۲۰۱۳ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۵ زیږیږ کال کې، پاکستان ۱٬۱۳۹ کسان وژل شوي او ۱٬۰۴۵ ترهګریزې پېښې ثبت کړې دي؛ دا شمېرې دغه هېواد د تېرو لسو کلونو تر ټولو مرګوني کال سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، پاکستان یوازینی هېواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې وضعیت لا پسې خراب شوی او ډېری بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترسره شوي دي.