Search

افغانستان د ترهګرۍ له پلوه د لسو زیان‌منو هېوادونو له نوملړه ووت

News image
1 وری 1405 - 17:02
د اقتصاد او سولې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د نړۍوالې ترهګرۍ د شاخص له پیل راهیسې د هغو لسو هېوادونو په ډله کې نه‌دی شامل چې له ترهګرۍ ډېر زیان‌من ګڼل کېږي.

خو دغه بنسټ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کمښت اړین نه‌دی چې د سولې ټینګښت یا د تاوتریخوالي پای ته رسېدل وښيي.

په راپور کې راغلي چې دغه شاخص د دولتونو سرکوب کوونکي اقدامات یا د دولتي لوبغاړو له لوري تاوتریخوالی نه ارزوي؛ له همدې امله، هغه کړنې چې د طالبانو له لوري ترسره کېږي، په دې ارزونه کې نه‌دي شاملې شوي.

راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د دغه هېواد او په افغانستان کې د طالبانو ترمنځ اړیکې هم ترینګلې کړې دي.
پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړې چې په دې هېواد کې ناامني له افغانستانه سرچینه اخلي او طالبان یې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.
خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.