Search

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره سیالۍ کوي

News image
2 وری 1405 - 18:20
د ایرلنډ د کرېکټ ادارې ویلي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به له دغه هېواد سره پنځه یوورځنۍ نړۍوالې (ODI) سیالۍ ترسره کړي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا لوبلړۍ به د روان زیږیز کال د اګست په میاشت کې پیل شي او د اګست له ۵مې تر ۱۴مې به په ایرلنډ کې دوام ولري.

تر اوسه د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولانو د دغو سیالیو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی او د لوبډلې او پروګرامونو په اړه نور جزییات هم نه‌دي خپاره شوي.

ایرلنډ تر دې وړاندې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر ورزش او ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو له امله، له افغانستان سره د ځینو سیالیو له ترسره کولو ډډه کړې وه.