د طالبانو ویاند، حمدالله فطرت، ادعا کړې چې د کوچني اختر په څلورمه ورځ د یکشنبې په سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په شانپټ سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو ملکي کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي
شوې ده.
فطرت همداراز ادعا کړې چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې د
پاکستاني ځواکونو له لوري د ملکي خلکو پر موټر ډزې شوې، خو د هغه په خبره، په دې
پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.