کابل ټریبون - د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې مېشته یوه افغان وګړې، چې «کوثر عادلي» نومېده، د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د وري په ۴مه) راپور ورکړی چې دغه افغان وګړې د تېرې ورځې سهار وختي د امریکا او اسرائیل له خوا د ورامین د خیراباد سیمې پر استوګنیزو ځایونو د بریدونو پر مهال وژل شوې ده.
خو تر اوسه د دغې پېښې په اړه نور جزییات نهدي خپاره شوي.
دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د یوې افغان کډوالې د وژل کېدو راپور ورکول کېږي؛ خو تر اوسه د دغې جګړې پر مهال د افغان کډوالو د تلفاتو کره شمېر څرګند شوی نهدی.