د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې ټول مسوولان، د طالبانو په ګډون، باید د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر ډلو له خوا د بشري حقونو د ګواښ مخه ونیسي، ان که دا ګواښونه د دوی له سرحدونو بهر وي.
کارپوهانو د دې یادونه هم کړې چې د پاکستان له خوا پر افغانستان برید د زور د کارولو د منع د اصل، چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې برخه ده، او د نړۍوالو عرفي قوانینو سرغړونه ده، او یوازې هغه وخت د ځان دفاع حق رامنځته کېږي چې طالبان لومړی پر پاکستان برید کړی وي یا یې د پاکستاني طالبانو د تحریک ورلېږلی وي.
دوی زیاته کړې چې پاکستان تر اوسه داسې معتبر شواهد نهدي وړاندې کړي چې وښيي د پاکستاني طالبانو د تحریک بریدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې له خپلې خاورې ترسره شوي دي.
کارپوهانو ټینګار کړی چې د زور ناقانونه کارول د هغو ټولو کسانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي چې په دغو بریدونو کې وژل شوي دي، او ځینې بریدونه چې د ملکي تلفاتو لامل شوي، ښايي د نړۍوال بشردوستانه حقوقو سرغړونه هم وي.
کارپوهانو په پای کې ویلي: «سره له دې چې هېوادونه دنده لري خپل خلک د ترهګرۍ له ګواښونو خوندي کړي؛ خو دا کار باید په بشپړه توګه د نړۍوالو قوانینو سره سم ترسره شي، او هغه شخړې چې نړۍوال امنیت ګواښي باید د سولهییزو لارو حل شي.»