Search

د پاکستان او برېټانیا ځانګړو استازو د افغانستان وضعیت او د ترهګرۍ ګواښونو په اړه خبرې وکړې

News image
5 وری 1405 - 18:13
کابل ټریبون - د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي سره په اسلام‌اباد کې کتلي او د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییزو بدلونونو او د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

صادق د چهارشنبې په ورځ( د وري په ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د دغه خبر په خپرولو سره زیاته کړې چې دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو، لکه د افغانستان اوسنی وضعیت، سیمه‌ییز تحرکات او امنیتي حالت، رغنده خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، په دې کتنه کې د وروستیو بدلونونو په اړه نظرونه تبادله شوي او د ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ د ټینګښت لپاره د دوامدار تعامل پر اهمیت ټینګار شوی دی.

دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې نږدې یوه میاشت کېږي د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.