سرچینې زیاته کړې چې ایران غواړي په دې جګړه کې خپلو سټراټېژیکو موخو ته ورسېږي او یوازې په هغه صورت کې د جګړې د پای احتمال شته.
په همدې حال کې راپورونه خپاره شوي چې ښيي امریکا د اوربند د ټینګښت او له ایران سره د غیرمستقیمو خبرو د پیل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي، که څه هم تهران هر ډول مستقیمې خبرې رد کړې دي.
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې جګړې د فبروري میاشتې په وروستیو کې د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو وروسته پیل شوې او لا هم دوام لري.